په جلال اباد کي د افغانستان د کلتوري ودې ټولني تاريخي سيمينار جوړ کړ

 

د بېنوا خپرنيزي څانګي ځانګړی راپور: مجيب الرحمان انګار

 
د افغانستان د کلتوري ودي ټولني لخوا د
غازي امان الله خان _ د افغانستان د خپلواکۍ ستوری
تر سرليك لاندي نړيوال علمي سيمنار جوړ شو

دافغا نستان دکولتوري ودې ټولنې او دختيزې سيمې دليکوالو او ژورنالستانو ټولنې په نوښت او هڅو دروان کال داګست په ٢١ مه نېټه په جلال اباد کې دافغانستان دسياسي خپلواکۍ دبېرته ګټلو اودپاچا امان الله خان دواکمنۍ د ٨٥ يمې کاليزې په وياړ دغازي امان الله نړيوال سيمينار جوړ شو . په دغه سيمينار کې دبېلا بېلو هيوادونو څخه د راغلو افغانانو په شمول په سلګونو تنو هيوادوالو ګډون کړی وو ، غونډه دافغانستان په وخت ترغرمې دمخه په ١٠ : ١٠ بجو دقاري عبدالله سهار په خوږ غږ دپاک قرآن دڅو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پېل شوه . ورپسې ملي ترانه وغږول شوه ، چې دغونډې ټول ګډونوال دخپلې ملي تراني په احترام کې پرخپلو ، خپلو ځايونو ودرېدل .
غونډه په دوه برخو وېشل شوې وه ، په لومړۍ ناسته کې يوزيات شمېر ګډونوالو ويناوې وکړې ، استاذ حبيب الله رفېع ته دغازي امان الله خان دسرو زرو مډال ورکړل شو او پګړۍ ورته وتړل شوه ، اوپه دوهمه برخه کې راغلي پيغامونه ولوستل شول او موسيقي وغږول شوه .
دپروګرام پرانسته دختيزې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو دټولنې مشر لعل پاچا ازمون په وينا سره وشوه . ښاغلي ازمون دهيواد له بېلابېلو برخو اودبهرنيو هيوادونو څخه راغلو فرهنګيانو ، فرهنګپالو ، دادب مينه والو او ټولو ګډونوا لو ته ښه راغلاست ووايه . نوموړي په جلال اباد کې دغازي امان الله خان دنړيوال سيمينار په جوړولو دافغانستان کلتوري ودې ټولنې مننه وکړه . ورپسې هڅاند قلموال ښاغلي طارق رشاد عالمانه وينا وکړه اوخپله مقاله يې واوروله ، ترښاغلي رشاد وروسته له جرمني څخه راغلي دافغانستان کولتوري ودې ټولنې استازي ښاغلي ډاکټر ماخان شينواري وينا وکړه او دنوموړې ټولنې پيغام يې ولوست . ورپسې هريو ډاکټر نجيب الله زاخېلوال دننګرهار طب پوهنځي پيغام ولوست ، ځوان ليکوال شېر عالم امله وال خپله مقاله واوروله ، دمدني او فرهنګي ټولنې مشرې اغلې تورپېکۍ عالم دخپلواکۍ دارزښت په هکله په زړه پورې وينا وکړه ، ښاغلي محمد آ صف اکرام وينا وکړه نوموړي په جلال اباد کې ددغه سيمينار جوړېدل دختېزې سيمې دخلکو لپاره يو ستر وياړ وباله ، سمېع الله ننګيال دافغانستان دځوانانو مرکز پيغام ولوست ، قاري محمد جعفر دلغمان دځوانانو دټولنې په استازيتوب خبرې وکړې اود نوموړې ټولنې پيغام يې ولوست ، انجنير سيد رقيب شام خپله مقاله واوروله ، ګران محمد ګران خپل شعر واوراوه ، تر ګران وروسته پياوړي ليکوال او څېړونکي استاذ حبيب الله رفېع په زړه پورې ، عالمانه او تاريخي وينا وکړه ، ورپسې ليکوال او شاعر قدرمن حبيب الله زړه سواند شينواري ګټوره وينا وکړه چې د ګډونوالو لخوا ډې ډېره ستاينه وشوه ، دافغان ادبي بهير په استازيتوب محمد ابراهيم همکار وينا وکړه .
دلومړۍ ناستې په وروستيو شېبو کې دافغانستان کولتوري ودې ټولنې داستازي ښاغلي ډاکټر ماخان شينوا ري ، چې دجرمني څخه د نوموړې ټولنې په استازيتوب په دغه سيمينار کې دګډون لپاره راغلی و ، لخوا پياوړي څېړونکي او ليکوال استاذ حبيب الله رفېع ته دامان الله خان دسرو زرو مډال په سينه وټومبل شو . ورپسې دختيزې سيمې دليکوالو او ژور نالستانو دټولنې لخوا ددغې ټولنې دمشر اود ننګرهار پوهنتون استاذ ښاغلي لعل پاچا ازمون ، محمد آصف اکرام او دننګرهار دکرهڼې رئيس سيد عزيز زهير په لاسونو استاذ حبيب الله رفېع ته پګړۍ وتړل شوه .
دماسپښين په يوه بجه دغرمنۍ دخوړلو او دلمانځه داداکولو لپاره وقفه اعلان شوه اوهم دښاغلي حبيب الله رفېع ، ماخان شينواري ، طارق رشاد ، لعل پاچا ازمون په ګډون څوتنه مشران دغازي امان الله مزار ته ورغلل او دنو موړي په مزار يې دګلانو ګېډۍ کېښوده .
دپروګرام دوهمه ناسته په دوه نيمو بجو پېل شوه . لومړی دننګرهار پوهنتون استاذ ښاغلي منګل شېرزاد خپله مقاله واوروله او ورپسې دهيواد له دننه اوبهر نه دبېلابېلو ټولنو ، تعليمي ادارو ، خپرونو ، ليکوالو ، شاعرانو او قومي مشرانو رالېږلي پيغامونه ولوستل شول ، ورپسې دموسيقۍ برخه وه چې څوتنو سندر غاړو دهيواد ترانې اود ملنګ جان شعرونه واورول ، غونډه دمازديګر په څلورو بجو پای ته ورسېده .
د سټېج چارې ښاغلو جبار څپاند ، سفي الله باران او عزت الله ځواب سمبال کړې وې .
ديادونې وړده چې ټاکل شوې وه چې داطلا عات او کلتور وزارت نشراتي معين ښاغلي عبدالحفيظ مبارز ته هم دامان الله خان دسرو زرو مډال ورکړل شي خو نوموړی دناروغتيا له امله ونشوای کړای چې په سيمينار کې ګډون وکړي .

ددې علمي سيمنار ځيني برخي تاسي په غږ کي دلته اوريدلای شی