عبدالله احسان چاپي بڼه
 

د افغانستان د کلتوري ودي ټولني لخوا د
غازي امان الله خان _ د افغانستان د خپلواکۍ ستوری
تر سرليك لاندي نړيوال علمي سيمنار جوړ شو

په جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني له خوا د ٢٠٠٤ ږ کال د اګست پر ٢١مه نېټه چي د ١٣٨٣ ل کال د زمري ٣١مه نېټه کيږي د افغانستان د سياسي خپلواکۍ د بيرته ګټلو او د غازي امان الله خان د واکمنۍ د ٨٥ يمې کاليزي په مناسبت يو نړيوال علمي تاريخي سيمينار جوړ شو چې د دې سيمينارسرليك و (( غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ ستوری )) .
په دغه سيمينارکي د اروپا د بېلابېلو هيوادونو څخه پوهان ، ليکوال ، د کلتوري ټولنو مشران ، او استازي ، او د افغانستان د خپلواکۍ د ورځي ، غازي امان الله خان او دهغه د کورنۍ دغړو ( شهزاده احسان الله دافغانستان ، مېرمن يې ( ليلا د افغانستان )، او شهزادګۍ هينديه د افغانستان ) مينه والو تر اوو سوو ٧٠٠ تنو څخه زياتو نرينه او ښځينه و ګډون کړی وو ،سيمينار د ورځي پر دريو بجو د جرمني د ليور کوزن په ښارګوټي کي په رسمي توګه افتتاح شو ، ددغه سيمينار د چلولو چاري د هيواد دنوميالي وياند چي د بي بي سي د راډيو وياند هم دی ښاغلي ډاکټر داود جنبش پرغاړه و سيمينار د يو افغان ماشوم ښاغلي عابدالله ساپي لخوا د قران عظيم الشان د څو مبارکو اياتونو په تلاوت پيل شو، ورپسې د افغانستان د کلتوري ودې ټولني د مشرتابه جرګې په استازيتوب ښاغلي زرين انځور پرانستونکې وينا وکړه ، ددغه سيمنار د علمي برخي لومړنۍ مقاله ( وينا ) دغازي امان الله خان د زوی ( شهزاده احسان الله د افغانستان ) له خوا واورل شوه ، ورپسې دوهمه مقاله دافغانستان د صدارت د پخواني مرستيال او دافغانستان د نوميالي ملي او علمي شخصيت ښاغلي ډاکټر عبدالصمد حامد له خوا واورول شوه ، د سيمينا ر دريم وينا وال نوميالی افغان مؤرخ او ليکوال کانديد اکاډيميسن محمد اعظم سيستاني و چي ددوی په مقاله کي د امان الله خان په سقوط کي د محمد ولي خان د نقش او د هغه په سقوط کي د مُتنفٍذ روحانيت د نقش په باب په تفصيل سره خبري شوي وې ددغه سيمنار بله مقاله ښاغلي پوهندوی عبدالروف خپلواک له خوا وه چي په اماني دوره کي يې د روښنفکرانو دريځ په اړه وه ، د هغوی نه وروسته د يوه جرمني ليکوال او د افغانستان د چارو د علاقه مند ښاغلي کلاوس کنيتيل مقاله وه چي ښاغلي ډاکټر افضل ګرديوال له الماني نه په پښتوله هرو څو جملو وروسته ژباړل ، له دې وروسته يوه تفريح وه ، د تفريح نه وروسته په دوهمه علمي غونډه کي دغو ښاغليو مقالې واورولې: ښاغلي ډاکټر داور ، ښاغلي ډاکټر علي ارغنداوي ( د هند په لويه وچه کي د غازي امان الله خان په نقش او محبوبيت باندي او هغه اثرات چي غازي امان الله خان په هند کي لرل او د خلافت تحريک چي هلته وه دهغې د محبوبيت او نقش په باب او همداډول له هند څخه افغانستان د مهاجريتو دهجرت د امان الله خان د علاقه مندۍ په باب بحث وشو )) ، ورپسې د کابل پوهنتو د پخواني استاد پوهنوال رسول باوري وه چي دوی په اماني دوره کي پر علمي اوتاريخي څېړنو ، کيندنو او تحقيقاتو په اړه د مقالې ځيني برخي ولوستې ، ( د يادولو وړ ده چي په سيمينار کي د درنو پوهانو او ليکوالو نه هيله وشوه چي د وخت د کموالي په وجه خپله ټوله مقاله ونه لولي ، ځينو درنو پوهانو خپلي علمي تر لسو دقيقو پوري رالنډي کړې ، په دې برخه کي ښاغلي پوهنوال وويل چي ، دا وخت د مقالې لوستلو ، يا يوې برخي لوستلو ته کفايت نه کوې ، زه به کوښښ وکړم چي خپله مقاله تاسو ته درمعرفي کړم ) د سيمينار وروستۍ مقاله د غازي امان الله خان د لور قدرمنې شهزادګۍ ( هنديه د افغانستان ) له خوا واورول شوه ، ٰ شهزادګۍ هنديه د افغانستان ٰ مقاله له هيواد څخه تر وتلو وروسته او په ايټاليا کي د غازي امان الله خان د ژوند په باب ځينو يادونو ته ځانګړې شوې وه له دغې مقالې نه وروسته په سيمنار کي د برخه والو لخوا ځيني پوښتنې وشوې چي د سيمنارګډون کونکو ورته ځوابونه وويل ، ځيني پوښتني د شهزادګۍ هينديه دافغانستان ٰ څخه د غازي امان الله خان دژوند په اړه وشوې چي شهزادګۍ د افغانستان ٰٰ ورته ځوابونه ورکړل ، د دغې غونډي په جشني برخه کي موسيقي او دبېلابېلو مستو اتڼونو برخي شاملي وې ، د المان له ګوټ ګوټ نه افغانانو چي په دې غونډه کي يې ګډون کړی وو په ډيرو ولولو سره يې په اتڼونو کي ګډون وکړ په تيره بيا دتنکيو زلميو او ماشومانو اتڼونه ډير زيات په زړه پوري وو چي د ټولو نندارچيانو او د غونډي د ټولو برخه والو ولولې يې راوپارولې ، د موسيقي په برخه کي د هيواد خوږژبي سندرغاړي ښاغلي اکبر نېکزاد برخه لرله ، او په دوهمه برخه کي د وتلي سندرغاړي ښاغلي نادر صديقي سندري شاملي وې چي د ټولو د خوښۍ وړ وګرځېدلې ، مجلس يې رنګين کړ ، خو بايد بيا ووايو چي د اتڼ برخه د ټولو برخه والو او ګډون کوونکو لپاره ډير په زړه پوري وه ، هغه وخت په تالار اووه سوه څوکۍ ډکي وې ، او لا هرې خواته برخه وال ليدل کېدل چي په پښو ولاړ وه کله چې درې تنکيو ځوانانو چي له څېرو څخه تر لسو کلن کښته ښکاريدل په ملي اتڼ کي برخه واخستل ، او ټولو برخه والو پاملرنه يې ځانونو ته واړول . په ډيرو تودو او له احساساتو نه ډکو چکچکو بدرګه او وستايل شول .
په همدغه ورځ لکه څنګه چي ټاکل شوې وه دننګرهار په ولايت جلال اباد کي دغازي امان الله خان پر مقبره هم يو علمي غونډه او سيمينار جوړ شوی و چي دلته د جرمني دسيمنار په جريان کي د ښاغلي لال پاچا ازمون له خوا د تيلفوني وسيلې په مرسته په جلال اباد کي د غونډي اوسيمنار د جريان لنډيز د غونډي برخه والو ته ژوندی واورل شو چي دې سره دلته په جرمني کي ټول ګډون کوونکي په عيني وخت د جلال اباد د غونډي له بهير نه خبر شول . او هم ښاغلي لال پاچا ازمون ته دلته په ليور کوزن کي د سيمنار په اړه په لنډيز سره مالومات ورکړل شوه .دنړيوال سيمنار وروستۍ برخه ( موسيقي ) او اتڼ د شپې پر يوه نېمه بجه پای ته ورسيدل .

 په سيمنار کي تر اوو سوو زياتو افغانانو برخه اخستې وه ، او ټولو ته دا ورځ يوه نه هيرويدونکې ورځ وه .

شهزاده احسان الله او شهزادګۍ هنديه د افغانستان په خپل وار سره د وينا په حال کي

افغاني کلتوري ودي ټولني او غړو يې د افغانستان د کلتور په وده کښي تر نورو ټولو ټولنو ډير کار کړی دی . دغه او دې ته ورته سيمينارونه او غونډي يې دکار ژوندۍ بېلګې دي .

تکړه ليکوال او د بي بي سي پښتو څانګي پخوانی وياند ښاغلي علي ارغنداوي
ښاغلي ګرديوال د جرمني ليکوال او افغانستان د چارو د مينه وال ښاغلي کلاوس کېتيل د افغانستان په اړه وينا پښتو ژباړه کول .
د کابل پوهنتون د لرغون پوهني د څانګي پخوانی استاد ښاغلی پوهنوال رسول باوري
د هيواد نوميالي ليکوال ، او د بي بي سي پښتو څانګي خوږژبي وياند ښاغلي ډاکټر داود جنبش د علمي سيمينار چلونکی و ، دو غونډي ته يې ځانګړې ښکلا وبخښل .
په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې مشر او افغانستان د کلتوري ودې ټولني مشر د خپلواکۍ د بيرته ګټلو د ٨٥ يمي کاليزي او غازي امان الله خان علمي سيمينار ته د پرانستونکي ويناکوي

( شهزادګۍ هنديه د افغانستان او شهرزاده احسان الله د افغانستان ٰ ) د ښکلا په ليدلو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل (( در کندهار است ؟ کندهار جای است که پدر من از انجا است ، کندهار وطني من است ؛ ( شهزادګۍ هنديه د افغانستان ) او شهزاده احسان الله د افغانستان او همدا ډول د شهزاده ميرمن ( ليلا د افغانستان ) هر يوه په ښکلا مجله کښي ګډون وکړ.

 
بېرته شاته