چاپي بڼه
 
د 2007 کال د فبرورۍ نهمه
 جرمني ، دفرانکفورت ښار
 
 د 1385 لمريز د سلواغې ( دلوې ) په شلمه ( د 2007 ع کال د فبرورۍ پر نهمه ) د جرمني د فرانکفورت په ښار کې د ډيورنډ د تپل شوې کرښې او د پاکستان له لوري پر دغه کرښه د ماينونو او اغزن دېوال په اړه ، په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په بلنه ، په اروپا کې د استوګنو افغانانو يوه لويه غونډه جوړه شوه ، چې د بېلا بېلو کلتوري ، اجتماعي او سياسي سازمانانونو غړوګډون په کې کړی وو . په غونډه کې د اروپا له بېلا بېلو هېوادونوڅخه په سلګونو افغانانو د واحد ملي ـ افغاني دريځ د څرګندولو لپاره برخه اخېستې وه . ددې غونډې په بهير کې د افغانستان او پښتونخوا يو شمېر علمي او سياسي شخصيتونو خپلې علمي مقالې واورولې او په پای کې دغه ټکي د غونډې د اعلاميې په توګه اعلان شول :
 1 ــ د ډيورنډ د توافق ليک له مخې د افغانستان يوه برخه د برتانوي هند له خوا د خپل نفوذ د سيمې په توګه اعلان شوې او وروسته تصرف شوې ده .د ډيورنډ توافق ليک هېڅ ډول حقوقي اعتبار نه لري او تر اوسه پورې حتی داسې يو متن نه دی په ډاګه شوی چې امير او ډيورند لاسليک کړی وي . د ديورنډکرښه هېڅکله د سياسي پولې په توګه نه ده منل شوې او نه هم د منلو وړ ده .
 2 ـ د ديورنډ د تحميلي کرښې د راتلونکي برخليک په اړه پرېکړه او د منلو يا نه منلو موضوع يې ، د دغې کرښې د دواړو خواوو په افغانانو پورې اړه لري . دغه پرېکړه بايد خپله اولسونه په يو مصئون ، سوله ييز او با امنه چاپېريال کې د آزادې ارادې له مخې وکړي .
 زموږ په نظر په اوسنيو شرايطو کې د کرښې دواړو خواوو ته د امن او سولې چاپېريال او د آزادې ارادې د څرګندېدو لپاره هېڅ ډول امکانات نه دي برابر . لا دجګړې لوګي پورته دي او د ناامنۍ ، شخړو او بې باورۍ په داسې يوه فضا کې د داسې يوې خورا مهمې مسألې په هکله پرېکړه ناشونې ده . موږ په دې باور يو چې دغه پرېکړه ، نه د افغانستان او پاکستان پر حکومتونو پورې اړه لري او نه يې په پارلمانانونو پورې ، بلکې د اولس د آزادې ارادې پرېکړه بايد د ټول اولس د مستقيماو مخامخ نظر د څرګندونې له مخې تر سره شي .
 3 ـ د غونډې برخه وال پر دغې کرښې د اغزن تار او ماينونو ښخول ، له ټولو نړيوالو تړونونو او کنوانسيونو سره په مخالفت کې ګڼي او په کلکه يې ردوي . موږ په دې نظر يو چې د جګړې ، ترهګرۍ او مداخلې بهانې نه داغزن تار او ماين په وسيله له منځه ځي او نه د تشو تبليغاتو په بهيرونو ، بلکې په رښتيني ارادې پورې اړه پيدا کوي .
 څرنګه چې د استعمار د راپاتې کرښې ( ډيورنډ ) په وسيله نه يوازې دا چې يو واحد ملت ، يا يو کلی جلا شوی ، بلکې د دوو وروڼو يو کور په دوو برخو وېشل شوی دی ، له همدې کبله د دغه اولس ، د دغو وروڼو تر منځ د اړيکو د شلولو لپاره د ماينونو ښخول او داغزن دېوال جوړول يو ستر بشري جنايت دی .
 4 ـ موږد افغانستان له چارواکو څخه غوښتنه کوو ، چې د کرښې اخوا پښتنو او بلوڅو وروڼو ته په کلتوري ، اقتصادي او ښوونيزو برخو کې پوره پاملرنه وکړي او د دغو اولسونوتر منځ عنعنوي اړيکي د پخوا په څېر ټينګ وساتي . دغه راز له نړيوالې ټولنې څخه هيله لرو چې د کرښې په دواړو خواوو کې د کړ کېچ د پای ته رسولو لپاره د دغو سيمو تعليمي ، اجتماعي او اقتصادي ودې ته پاملرنه وکړي او هلته د سترو اقتصادي پروژو د پلي کولو لپاره ژوره ستراتيژي طرحه کړي . په سيمه کې د سوله ييز ژوند لپاره دا يوازېنۍ او بنسټيزه لاره ده . 
 
بېرته شاته